د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستۍ ناستې ته غبرګون ښودلی او وايي، د طالبانو دریځ روښانه دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل پر ضد وکارول شي. د چینایۍ رسنۍ سوهو د تحلیل له مخې، طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته چین ته ډاډ ورکړی و چې د افغانستان خاوره به د چین پر ضد ترهګر ونه کاروي، خو چین لا هم د دې موضوع په اړه اندېښنې لري. په ځانګړې توګه د اسلامي دولت- خراسان څانګې او نورو وسلهوالو ډلو فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره خطر بلل شوي دي. چین اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره د هغو ډلو لپاره خوندي ځای نه شي چې د چین لوېدیزو سیمو ته ګواښ پېښولی شي. د مقالې له مخې، چین ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو او د افغانستان د ادغام لپاره بنسټیز شرط دی. سوهو وايي، چې په سیاسي برخه کې هم د طالبانو د ادارې جوړښت د نړیوالو اندېښنو سبب شوی ځکه منتقدان وايي چې د افغانستان د نورو قومونو او سیاسي ډلو د ګډون کچه پکې کمه ده. د ښځو د حقونو او زدهکړو په اړه د طالبانو تګلارې هم د نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ دي. د نجونو پر ثانوي زدهکړو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
ذبیح الله مجاهد: هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي
سرچینې
Afghan sources
ذبیح الله مجاهد: هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي