د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي وایي، اسلاماباد له کابل سره جګړه نه غواړي، خو طالبان باید له پاکستان سره د ښو اړیکو او یا د وسله والو د ملاتړ ترمنځ یو انتخاب کړي. د چینایۍ رسنۍ سوهو د تحلیل له مخې، طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته چین ته ډاډ ورکړی و چې د افغانستان خاوره به د چین پر ضد ترهګر ونه کاروي، خو چین لا هم د دې موضوع په اړه اندېښنې لري. په ځانګړې توګه د اسلامي دولت- خراسان څانګې او نورو وسلهوالو ډلو فعالیتونه د سیمې د امنیت لپاره خطر بلل شوي دي. چین اندېښنه لري چې د افغانستان خاوره د هغو ډلو لپاره خوندي ځای نه شي چې د چین لوېدیزو سیمو ته ګواښ پېښولی شي. د مقالې له مخې، چین ټینګار کوي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو او د افغانستان د ادغام لپاره بنسټیز شرط دی. سوهو وايي، چې په سیاسي برخه کې هم د طالبانو د ادارې جوړښت د نړیوالو اندېښنو سبب شوی ځکه منتقدان وايي چې د افغانستان د نورو قومونو او سیاسي ډلو د ګډون کچه پکې کمه ده. د ښځو د حقونو او زدهکړو په اړه د طالبانو تګلارې هم د نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ دي. د نجونو پر ثانوي زدهکړو محدودیتونه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
اندرابي: له افغانستان سره جګړه نه غواړو خو طالبان دې له پاکستان او وسله والو یو غوره کړي
سرچینې
Afghan sources
اندرابي: له افغانستان سره جګړه نه غواړو خو طالبان دې له پاکستان او وسله والو یو غوره کړي