Englishافغانستانامنیتغزني

د غزني اوسېدونکي: د نجونو د زده‌کړو مخالف نه یو، ښوونځي دې پرانیستل… — Amu TV

DevelopingSecurityغزني1 SourcesUpdated: 2026-08-06 22:12:09🎙 Listen to radio

واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د پینځمې کلیزې په نږدې کېدو سره، د غزني یو شمېر اوسېدونکي د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي. دوی وایي چې د ښځو او نجونو له زده‌کړو سره مخالف نه دي او دا کار د ټولنې لپاره یوه حیاتی او نه بدلېدونکې اړتیا ګڼي. د دغه ولایت د اوسېدونکو په وینا—چې یو دیني عالم هم پکې شامل دی—له طالبانو هیله لري چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته خلاصې کړي. د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دوامداره تړلو پاتې کېدو سره سره، د غزني خلک وایي چې د افغانانو ترمنځ د زده‌کړو مینه او لېوالتیا له پخوا زیاته شوې او ډېری کورنۍ غواړي خپلو لوڼو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي، خو اډانه یې ورته چمتو نه ده. د غزني اوسېدونکی نصرت‌الله وایي:«موږ اصلاً د نجونو د ښوونځیو مخالف نه یو، خلک هم مخالف نه دي. ځوانان او ملا امامان باید په دې برخه کې د ممکنه همکارۍ مرسته و کړي.» د سیمې بل اوسېدونکی رمضان وايي: «موږ په دې خوشحالېږو چې ښوونځي خلاص شي او خپله همکارۍ ته چمتو یو. څومره چې زیات ښوونځي پرانیستل شي، هومره خوښېږو؛ ځکه زموږ لوڼې او خوندې باید ډاکټرانې، انجینرانې او ښوونکې شي چې وکولای شي نورو ماشومانو ته تدریس وکړي.» په ورته وخت کې…

Quick facts

Locationغزني
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-06 22:12:09

Timeline

  1. Amu TV

    د غزني اوسېدونکي: د نجونو د زده‌کړو مخالف نه یو، ښوونځي دې پرانیستل شي | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-06 10:11:03

د غزني اوسېدونکي: د نجونو د زده‌کړو مخالف نه یو، ښوونځي دې پرانیستل شي | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button