Englishافغانستانامنیتکندهار

د کندهار یو پخوانی مامور: د نفقې برابرولو لپاره مې د شپې موټر… — AF International

DevelopingSecurityکندهار1 SourcesUpdated: 2026-08-07 03:35:06🎙 Listen to radio

په کندهار کې یو پخواني مامور عبدالولي رشیدي پر فېسبوک پاڼه لیکلي، د شپې یې د بې‌کارۍ او کورنۍ ته د نفقې برابرولو لپاره موټر چلاوه؛ خو د طالبانو ترافیکو ترې اخیستی. کندهار کې ترافیک له ټکسي او د دوی له اجازې پرته بل چاته اجازه نه ورکوي چې سپرلۍ پورته کړي. په لیک کې د حضرت عمر فاروق یوه روایت ته په اشارې سره د واکمنانو د مسؤلیت پر احساس ټینګار کړی او د افغانستان د ځوانانو وضعیت، کډوالي، بې‌کاري او د زده‌کړو پر وړاندې شته محدودیتونه یې د هېواد له سترو ننګونو څخه بللي دي. لیک کې راغلي : « د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت پر مهال د شام په یوه سیمه کې یو پل زیانمن شوی او درز پکې پیدا شوی و. ویل کېږي، یوه ورځ یو سپرلۍ له دغه پل څخه تېرېده چې پښه یې په هماغه درز کې ولوېده او ټپي شو». د روایت له دوام سره سم، حضرت عمر رضی الله عنه د خپل شهادت پر مهال خپل زوی عبدالله ته ویلي وو چې له وفات درې ورځې وروسته به یې په خوب کې وویني. خو د روایت له مخې، عبدالله رضی الله عنه خپل پلار له دولسو کلونو وروسته په خوب کې ولید او د ځنډ لامل یې ترې وپوښت. ویل کېږي چې حضرت عمر رضی الله عنه په ځواب…

Quick facts

Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-07 03:35:06

Timeline

  1. AF International

    د کندهار یو پخوانی مامور: د نفقې برابرولو لپاره مې د شپې موټر چلاوه خو ترافیکو رانه واخیست

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-07 03:06:39

د کندهار یو پخوانی مامور: د نفقې برابرولو لپاره مې د شپې موټر چلاوه خو ترافیکو رانه واخیست

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button