KabulPoliticsافغانستاندری

د اسپانیا د سیوټا پر پوله د کډوالو په پراخ هجوم کې شاوخوا… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-07 04:08:22🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): په اسپانیا کې د سیوټا د سیمه‌ییز حکومت مشر وایي، د دغه ښار پر پوله د کډوالو د پراخ هجوم پر مهال شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه شوي او زرګونه کډوال لا هم هلته پاتې دي. رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، د سیوټا د سیمه‌ییز حکومت د مشر خوان خسوس ویواس له قوله راپور ورکړی چې نوموړي د اروپا پارلمان په ناسته کې ویلي، د تېرې اوونۍ د کډوالو د پراخ هجوم پر مهال شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه شوي دي. ویواس زیاته کړې چې لا هم له درېیو تر پنځو زرو پورې کډوال په سیوټا کې پاتې دي. ګارډین ورځپاڼې هم راپور ورکړی چې ویواس د مړو شمېر شاوخوا ۱۰۰ تنه او په سیوټا کې د پاتې کډوالو شمېر له درېیو تر پنځو زرو پورې ښودلی دی. سیوټا د شمالي افریقا په خاوره کې، له مراکش سره پر پوله د اسپانیا تر حاکمیت لاندې یو خودمختار ښار دی. دغه ښار د اروپایي ټولنې د قلمرو برخه ده او له مراکش سره یې پوله د شېنګن سیمې له بهرنیو پولو څخه شمېرل کېږي. اسوشیټیډپرېس زیاته کړې چې دې پېښې په اروپایي ټولنه کې د کډوالۍ بحث یو ځل بیا تود کړی او د اسپانیا د لومړي وزیر پدرو سانچز د کډوالۍ پالیسۍ د دې ټولنې د یو شمېر مشرانو له سختو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-07 04:08:22

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د اسپانیا د سیوټا پر پوله د کډوالو په پراخ هجوم کې شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-07 08:38:01

د اسپانیا د سیوټا پر پوله د کډوالو په پراخ هجوم کې شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button