کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۵): الجزیرې راپور ورکړی چې اسراييلي ځواکونو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د قلندیا د کډوالو پر کمپ برید کړی چې له امله يې لږ تر لږه ۵۱ فلسطینیان ټپیان شوي دي. د بیتالمقدس ولایت ادارې هم دغه خبر الجزیرې شبکې ته تایید کړی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د قلندیا د تلاشۍ پوستې ته څېرمه څو سوداګریز دوکانونه ویجاړ کړل. وروسته یې پر نږدې کفر عقب ښار د ګرځبندیز بندیز ولګاوه او بیتالمقدس ته ټولې غځېدلې لارې یې وتړلې. په راپور کې راغلي، فلسطیني سرچینو ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال لسګونه کسان هم د اسرائیلي ځواکونو له لوري نیول شوي دي. دغه عملیات وروسته له هغه پیل شول چې اسرائیلي سرتېري قلندیا کمپ ته ننوتل او د کورونو د پلټنې او د ځینو سوداګریزو تاسیساتو د ویجاړولو پراخ عملیات یې پیل کړل. سرچینې د فلسطیني چارواکو له قوله لیکلي چې ټپیان د مرمیو د لګېدو، وهلو ټکولو او اوښکې بهوونکي ګاز د تنفس له امله ټپیان شوي او یو شمېر یې د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې دغه عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اونیو کې په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو او مېشتو ښارګوټو د اوسېدونکو بریدونه زیات شوي او په دې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د قلنديا د کډوالو پر کمپ د اسرائیلي ځواکونو برید؛ ۵۱ فلسطینیان ټپیان شوي
منابع
Afghan sources
د قلنديا د کډوالو پر کمپ د اسرائیلي ځواکونو برید؛ ۵۱ فلسطینیان ټپیان شوي