Summary: د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د روغتیايي مرکزونو لپاره د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته شوې ده. د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد زرک ځیرک باختر اژانس ته وویل، چې دغه تجهیزات د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ او د «کف» مؤسسې له لوري برابر شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغو تجهیزاتو کې طبي وسایل، دفتري لوازم، موټرسایکلونه، د لمریزې برېښنا سیسټمونه، مېزونه، څوکۍ، المارۍ او د روغتیايي مرکزونو نورې اړینې اړتیاوې شاملې دي. هغه زیاته کړې ټاکل شوې دغه تجهیزات په نږدې ورځو کې د ولایت پر روغتیايي مرکزونو ووېشل شي، چې په پایله کې به یې د روغتیايي خدمتونو کیفیت او د ناروغانو د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر لا ښه شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د لوګر له عامې روغتیا ریاست سره د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه
منابع
Afghan sources
د لوګر له عامې روغتیا ریاست سره د طبي او غیر طبي وسایلو مرسته وشوه