افغانستانامنیتپښتو

ندا محمد ندیم: د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لوړو زده کړو ته… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-07 15:36:07🎙 راډیو واورئ

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې ددې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته لوړو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه شوې او هڅه کیږي پوهنتونونه «متخصص، مسلکي او دینداره» وي. افغانستان انټرنشنل-پښتو په دې وروستیو کې د خواله رسنیو تر څار او تعقیب وروسته هغه موضوعات راغونډ کړي، چې زیات بحث پرې کېږي او په دې مسایلو کې د طالبانو حکومت تر نیوکو لاندې نیول شوی. پر اېکس، فېسبوک او نورو خواله رسنیو خپرېدونکو تبصرو کې پر نجونو د زده‌کړو بندیز، اقتصادي ستونزې، د تنخواوو وضعیت، د چارواکو د ژوند کچه، د دندو وېش، د امربالمعروف اقدامات، د بیان ازادۍ محدودیتونه او د جګړې د وخت د ژمنو او اوسني وضعیت ترمنځ توپیر هغه موضوعات دي چې ډېر بحث پرې کېږي. افغانستان انټرنشنل په دغه راپور کې د بېلابېلو برخو لپاره د ځینو کسانو تبصرې را اخیستې دي. دغه نیوکې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د هغوی وسله‌والو مخالفانو خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. د خواله رسنیو د ځینو کاروونکو له نظره؛ د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د خلکو تر ټولو لویه اندېښنه اقتصادي وضعیت دی. د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکو ویلي، چې بې‌کاري، د عاید کمښت او د ژوند لوړ لګښتونه د عامو خلکو او د طالبانو د ټیټې کچې دولتي کارکوونکو ستونزې زیاتې کړې دي….

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-07 15:36:07

مهالوېش

  1. AF International

    ندا محمد ندیم: د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لوړو زده کړو ته «ځانګړې پاملرنه» شوې

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-07 11:23:33

ندا محمد ندیم: د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لوړو زده کړو ته «ځانګړې پاملرنه» شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button