د ازبکستان د فرغانې ولایت والي خیرالله بوزروف د افغانستان د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو له مشرانو سره په کتنه کې د پانګونې ګډو پروژو د پليتابه او د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د لا پراخولو په اړه خبرې کړې دي. افغانستان انټرنشنل-پښتو په دې وروستیو کې د خواله رسنیو تر څار او تعقیب وروسته هغه موضوعات راغونډ کړي، چې زیات بحث پرې کېږي او په دې مسایلو کې د طالبانو حکومت تر نیوکو لاندې نیول شوی. پر اېکس، فېسبوک او نورو خواله رسنیو خپرېدونکو تبصرو کې پر نجونو د زدهکړو بندیز، اقتصادي ستونزې، د تنخواوو وضعیت، د چارواکو د ژوند کچه، د دندو وېش، د امربالمعروف اقدامات، د بیان ازادۍ محدودیتونه او د جګړې د وخت د ژمنو او اوسني وضعیت ترمنځ توپیر هغه موضوعات دي چې ډېر بحث پرې کېږي. افغانستان انټرنشنل په دغه راپور کې د بېلابېلو برخو لپاره د ځینو کسانو تبصرې را اخیستې دي. دغه نیوکې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د هغوی وسلهوالو مخالفانو خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. د خواله رسنیو د ځینو کاروونکو له نظره؛ د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د خلکو تر ټولو لویه اندېښنه اقتصادي وضعیت دی. د خواله رسنیو یوشمېر کاروونکو ویلي، چې بېکاري، د عاید کمښت او د ژوند لوړ لګښتونه د عامو خلکو او د طالبانو د ټیټې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د ازبکستان د فرغانې چارواکي د افغانستان له سوداګریزو شرکتونو سره همکاري پراخوي
منابع
Afghan sources
د ازبکستان د فرغانې چارواکي د افغانستان له سوداګریزو شرکتونو سره همکاري پراخوي