Summary: د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت، د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه يیزو ګډو زدهکړو له قوماندانۍ څخه د لسګونو منسوبینو د فراغت خبر ورکړی دی. د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: "د دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه يیزو قول اردوګانو ۸۷ ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه يیزو ګډو زدهکړو قوماندانۍ اړوند د جګړه يیزو ځواکونو ښوونځي د «ټي-۶۲» زرهدار ټانګ، د شپې دوربین، سمیلاتور او توپچي څانګو له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته، فارغ شول." مسئولینو، په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې د پوځي او فکري زده کړو اهمیت بیان کړی او فارغانو ته په خطاب کې ويلي يې دي: "د اسلامي نظام د دفاع لپاره په خپلو مسلکي برخو کې بېلابېل مهارتونه، د عصري وسلو، ټکنالوژۍ او وسایلو کارول زده کړئ، تقوا غوره کړئ او د نبوي اخلاقو په رڼا کې له خلکو سره چلند وکړئ." فارغانو هم، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، نوامیسو او اسلامي ارزښتونو د دفاع او ساتنې لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دی. د مراسمو په پای، د مسئولینو له لوري فارغانو ته تصديق پاڼې وېشل شوې دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
لسګونه منسوبين د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) له قوماندانۍ څخه فارغ شول
Sources
Afghan sources
لسګونه منسوبين د حضرت عبدالله بن مسعود (رض) له قوماندانۍ څخه فارغ شول