افغانستانامنیتدری

له زده‌کړو محرومه نجلۍ: دارالعلوم د ښوونځي ځای نشي نیولای | آمو ټلویزیون — Amu TV

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-07 22:22:06🎙 رادیو را بشنوید

مقدسه، د هغو زرګونو نجونو له ډلې یوه ده چې د طالبانو له بېرته واکمنېدو وروسته له تحصیله بې‌برخې شوې ده. هغه وایي کورنۍ یې د دې لپاره چې له ټولو زده‌کړو لېرې پاتې نشي، دارالعلوم ته ولېږله؛ خو د هغې په وینا، دغه تجربه ونه توانېده چې د ښوونځي ځای ونیسي او له زده‌کړو د محرومیت روحي فشارونه کم کړي. نوموړې وایي:«وروسته له دې چې زه په ژوره افسردګۍ اخته شوم، کورنۍ مې مجبوره شوه چې ماته داسې یو ځای پیدا کړي ترڅو له کور د باندې ووسم.» هغه زیاتوي: «دارالعلوم زما لپاره د یوه داسې پنجرې غوندې و چې له پنجرو یې لږ رڼا راوتله. کله چې ننه وتلم، نو داسې وو لکه بېرته چې یوه بل قفس ته ننوتې یم.» مقدسه دغه راز په دارالعلومونو کې د زده‌کړو پر لګښتونو نیوکه کوي او وایي چې همدې موضوع له دارالعلومه د وتلو زمینه برابره کړه. هغې زیاته کړه: «خورا لوړ لګښتونه یې درلودل، ډير ګران و. داسې حالت کې چې څوک کار نه لري، دوه زره افغانۍ د یوې کورنۍ لپاره خورا ډېرې پیسې دي؛ په ځانګړي ډول د یوې ناروغې نجلۍ لپاره چې مجبوره شوې وي دغو دارالعلومونو ته پناه یوسي.» د بشري حقونو فعاله سیما نوري وایي له زده‌کړو د نجونو محرومیت د هغوی پر ژوند او راتلونکي هراړخیز او ویجاړونکي اغېز شیندلی دی. نوموړې زیاتوي:«د…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-07 22:22:06

خط زمانی

  1. Amu TV

    له زده‌کړو محرومه نجلۍ: دارالعلوم د ښوونځي ځای نشي نیولای | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-07 14:11:14

له زده‌کړو محرومه نجلۍ: دارالعلوم د ښوونځي ځای نشي نیولای | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button