کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د سریلانکا په دوو زندانونو کې د ګډوډۍ او تاوتریخوالي له امله درې بندیان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۴ نور ټپیان شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې د سریلانکا د عامه امنیت وزیر آناندا ویجپالا د جمعې په ورځ د دغه هېواد پارلمان ته ویلي، هغه بلوا چې د پنجشنبې ناوخته د کولمبو په «نیو مګزین» زندان کې پیل شوې وه، په ترڅ کې یې یو بندی وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، په یوه جلا پېښه کې چې له پلازمېنې شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې د «کوروویتا» په زندان کې شوې، دوه بندیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. ده ویلي، پولیسو او ځانګړو ځواکونو په دواړو زندانونو کې بلواوې مهار کړې دي. د پولیسو سرچینو رویټرز ته ویلي، له کولمبو شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې د «نګومبو» په یوه پرانیستي زندان کې هم له ناکراري وروسته له هغه مهار شوه چې پولیسو د معترضو بندیانو د خورولو لپاره اوښکېبهونکی ګاز وکاراوه. د راپور له مخې، پولیس او د بلوا ضد ځواکونه په درې واړو زندانونو کې ځای پر ځای شوي او هغه بندیان چې د زندانونو بامونو ته ختلي یا پرانیستو ساحو ته وتلي وو، بېرته خپلو اړوندو برخو ته لېږدول شوي دي. د سریلانکا د عامه امنیت وزیر ویلي، اوس وضعیت…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د سریلانکا په دوو زندانونو کې درې بندیان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۴ نور ټپیان دي
سرچینې
Afghan sources
د سریلانکا په دوو زندانونو کې درې بندیان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۴ نور ټپیان دي