کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵): د چین چارواکو د دغه هېواد ختیځو سیمو ته د «دلفین» توپان د نږدې کېدو له امله ښوونځي، روزنیز مرکزونه او یو شمېر سیاحتي ځایونه تړلي دي. اسوشېټېډپرېس راپور ورکړی چې د «دلفین» توپان نن د چین د ختیځو سواحلو پر لور روان دی او د بادونو ثابت سرعت یې په ساعت کې شاوخوا ۱۶۲ کیلومتره اټکل شوی دی. د راپور له مخې، اټکل کېږي چې دغه توپان به له ځان سره سخت ورښتونه هم ولري چې له امله یې د پراخو سېلابونو او ځمکښویېدنې خطر هم زیاتېدای شي. وړاندوینه شوې چې «دلفین» توپان به د یکشنبې ورځې په وروستیو کې ژیجیانګ ولایت او د ګاونډي فوجیان ولایت شمالي سیمې اغېزمنې کړي. شانګهای ښار هم د دغه توپان په مسیر کې پروت دی. د راپور له مخې، په ژیجیانګ کې ګڼ سیاحتي مرکزونه او د ګرځندوی ځایونه د شنبې او یکشنبې ورځو لپاره تړل شوي دي. چارواکو د هغو سیمو له اوسېدونکو چې د توپان له ګواښ سره مخ دي، غوښتي چې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د چین ختیځ د توپان ګواښ؛ ښوونځي او سیاحتي مرکزونه تړل شوي