د افغانستان د حکومت ویندوي ذبیح ا… مجاهد رسنیو ته ویلي، چې اوس مهال د افغانستان او ایران ترمینځ اړیکې ډیرې ښې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په عادي ډول روانه ده. دزمونږخبریال له کابله راپور راکړ افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیحا….مجاهد وايي، د کابل او تهران ترمینځ ښې اړیکې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه دي نوموړي د کابل او تهران ترمنځ اړیکې د ستاینې وړ بللې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا د خلکو لپاره مثبتې پایلې لرلی شي. په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه سید مقدم امین وايي، ایران له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغان حکومت سره ښې اړیکې لري.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-08-08 08:56:32
خط زمانی
-
Parstoday
افغان حکومت له ایران سره د ښو اړیکو ددوام غوښتونکی دی