Summary: د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک د کابل ولايت له لوري د ۳۲ کیلومتره برخې څخه، چې دامهال یې تر ۱۶ کیلومترۍ پورې رغنیزې چارې جریان لري په داسې حال کې لیدنه کړې، چې د یاد وزارت تخنیکي ټيم یې هم ملتیا کوله. له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې لیدنې په لړ کې د ټولکټو وزیر د یاد سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسوولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پروخت د بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې کړې او د قراردادي شرکت مسوولانو هم ډاډ ورکړی، چې د یادې پروژې چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د کابل – جلال اباد لویې لارې یاده برخه، چې د کابل له لوري د پخواني کانکرېټي سړک په دوام موقعیت لري. سرچینې زیاته کړې، چې په دې برخه کې د یوه پل او ۷۶ پایه پلګوټو د جوړولو چارې شاملې دي.په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې له دې جملې څخه د ۷ پلګوټو د جوړولو چارې بشپړې شوې او د پاتې پلګوټو د جوړولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.د یادونې وړده، چې د ننګرهار ولایت له لوري د کابل – جلال اباد دویم لین سړک د ۲۲ کیلومتره برخې چارې له وړاندې پیل شوې وې او د یادې برخې په دوام یې د ۲۰کيلومتره برخې رغنیزې چارې هم سږ کال قرارداد شوې دې او دامهال د دواړو برخو چارې عملاً جریان لري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د ټولګټو وزیر د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه
منابع
Afghan sources
د ټولګټو وزیر د کابل – جلال اباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه