د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي؛ اطاعت، اتفاق او یووالی د نظام د ټینګښت له مهمو لاملونو څخه دي او علماء باید په ټولنه کې د دغو ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي. نوموړي دا څرګندونې د لوړو زده کړو وزارت له وزیر، مرستیالانو، مرکزي ریاستونو، دیني جامعاتو او دولتي پوهنتونونو له رییسانو سره په کتنه کې کړې دي. د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې، علماء د ټولنې پر وړاندې ستر مسوولیت لري او باید خلک له دیني مسایلو او شرعي احکامو سره بلد کړي. هغه زیاته کړې؛ که علماء پر سمه لار روان وي او حکومتي مسوولان هم خپلې دندې سمې ترسره کړي، خلک به یې اطاعت کوي. شیخ هبةالله آخوندزاده د پوهنتونونو له مسوولانو غوښتي، چې د محصلانو زدهکړو او روزنې ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی د علمي زده کړو ترڅنګ له دیني مسایلو سره هم بلد کړي. هغه ویلي، محصلان به په راتلونکي کې د حکومت او ټولنې په بېلابېلو برخو لکه: طب، انجنیري او نورو برخو کې مسوولیتونه پر غاړه واخلي او د پوهنتونونو مسوولان باید د هغوی د روزنې لپاره ډېرې هڅې وکړي. د مالداویا ولسمشرې د اسلامي امارت پلاوي ته پر ویزه صادرولو نیوکه وکړه ساندو له «جورنال ټيوي» سره په مرکه کې ویلي، د مالداویا د کرنې وزارت یوه مرستیال د افغان پلاوي د ویزې له غوښتنې وړاندې د خپل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News