Kabulافغانستانامنیتپښتو

د طالبانو پنځه کلنه واکمني او د افغانانو وضعیت — Dw

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-08 12:30:05🎙 راډیو واورئ

پنځه کاله مخکې اسلامپالو طالبانو په چټک پوځي پرمختګ سره افغانستان ونیو. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه هغوی پلازمېنې کابل ته ننوتل. له هغه وخت راهیسې طالبان په سیستماتیک ډول د ښځو حقونه محدودوي او په هېواد کې بشري وضعیت په پراخه کچه خراب شوی دی. که څه هم په هېواد کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی، خو په نورو برخو لکه خوړو او په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون په برخه کې شاتګونه شوي دي. د کابل سوداګرې فوسان د آلمان خبري اژانس ته وويل: «که څه هم افغانستان اوس تر ډېره له چاودنو او جګړې خوندي دی، خو د بشري پرمختګ له پلوه په تیاره لوري روان دی.» افغانستان چې له ۴۸ میلیونو ډېر اوسېدونکي لري، اوس مهال له سخت بشري بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې خوارځواکي بې‌سارې کچې ته رسېدلې ده. د روان کال په لومړۍ ربع کې ۴۷ سلنه کم‌عمره کسان له خوارځواکۍ سره مخ وو. د مرستندویه سازمان ورلډ ویژن انټرنېشنل د هرات دفتر مشره تامیندري دې سیلوا د آلمان خبري اژانس ته وويل: «معمولاً یو هېواد پر يو وخت له يو ناورين لکه جګړې، قحطۍ یا طبیعي ناورین سره مخ وي. خو په افغانستان کې دا ټول ناورينونه په یوه وخت موجود دي.» نوموړې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-08 12:30:05

مهالوېش

  1. Dw

    د طالبانو پنځه کلنه واکمني او د افغانانو وضعیت

سرچینې

External sources

DwPS
2026-08-08 12:24:34

د طالبانو پنځه کلنه واکمني او د افغانانو وضعیت

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button