پنځه کاله مخکې اسلامپالو طالبانو په چټک پوځي پرمختګ سره افغانستان ونیو. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه هغوی پلازمېنې کابل ته ننوتل. له هغه وخت راهیسې طالبان په سیستماتیک ډول د ښځو حقونه محدودوي او په هېواد کې بشري وضعیت په پراخه کچه خراب شوی دی. که څه هم په هېواد کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی، خو په نورو برخو لکه خوړو او په ټولنیز ژوند کې د ښځو د ګډون په برخه کې شاتګونه شوي دي. د کابل سوداګرې فوسان د آلمان خبري اژانس ته وويل: «که څه هم افغانستان اوس تر ډېره له چاودنو او جګړې خوندي دی، خو د بشري پرمختګ له پلوه په تیاره لوري روان دی.» افغانستان چې له ۴۸ میلیونو ډېر اوسېدونکي لري، اوس مهال له سخت بشري بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې خوارځواکي بېسارې کچې ته رسېدلې ده. د روان کال په لومړۍ ربع کې ۴۷ سلنه کمعمره کسان له خوارځواکۍ سره مخ وو. د مرستندویه سازمان ورلډ ویژن انټرنېشنل د هرات دفتر مشره تامیندري دې سیلوا د آلمان خبري اژانس ته وويل: «معمولاً یو هېواد پر يو وخت له يو ناورين لکه جګړې، قحطۍ یا طبیعي ناورین سره مخ وي. خو په افغانستان کې دا ټول ناورينونه په یوه وخت موجود دي.» نوموړې…
Quick facts
Timeline
-
Dw
د طالبانو پنځه کلنه واکمني او د افغانانو وضعیت