کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۵):د راپورونو له مخې، د امریکا سنا په غوڅ اکثریت پر روسیې د بندیزونو د سختولو طرحه تصویب کړې ده. د دې طرحې موخه د انرژۍ له صادراتو د مسکو د عوایدو کمول او د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې پر ولسمشر د فشار زیاتول بلل شوي دي. اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه طرحه د جمعې په ورځ په ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو تصویب شوه. د راپور له مخې، دا طرحه د جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام د شاوخوا یوه کال هڅو پایله ده چې موخه یې له اوکراین څخه د امریکا د ملاتړ پیاوړي کول او پر روسیې د لا ډېر فشار راوستل دي. سرچینې لیکلي چې دا طرحه د امریکا ولسمشر ته واک ورکوي څو پر هغو هېوادونو تعرفې ولګوي چې لا هم د روسیې تېل، ګاز او نور صادرات اخلي. چین او هند د روسیې د انرژۍ له سترو پېرودونکو څخه دي چې ښايي د دې اقدام تر اغېز لاندې راشي. په راپور کې راغلي، په دې طرحه کې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین، لوړپوړو سیاسي او پوځي چارواکو، مالي بنسټونو او د دغه هېواد پر انرژۍ پروژو هم بندیزونه په پام کې نیول شوي دي. دغهراز، هغه زړې او بدلنومې شوې تېللېږدوونکې بېړۍ به هم د نویو بندیزونو هدف وګرځي چې روسیه یې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د امریکا سنا پر روسیې د بندیزونو د سختولو طرحه تصویب کړه