Politicsافغانستانبغلانپښتو

بغلان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا میټرونو… — Bakhtar

روان خبرPoliticsبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-08 22:32:04🎙 راډیو واورئ

Summary: د بغلان ولایت د برېښنا ریاست په لابراتوار کې د ۲ میلیونه ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د برېښنا میټرونو د کنټرول او ازمایښت «هوپو» دستګاه نصب او فعاله شوه. د بغلان د برېښنا ریاست سوداګریز مرستیال قاري محمد امین امین باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د دغې دستګاه په فعالېدو سره به د برېښنا میټرونو د کنټرول او ازمایښت بهیر چټک او په میټرونو کې د هر ډول لاسوهنې مخنیوی وشي.د نوموړي په وینا، د «هوپو» دستګاه په وسیله په یو وخت کې شپږ برېښنايي میټرونه شاوخوا پنځو دقیقو کې کنټرول او وازمایل شي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې به د میټرونو د کنټرول او ازمایښت بهیر ډېر وخت نیوه.هغه زیاته کړه، چې د دغې دستګاه په فعالېدو سره به د میټرونو اړوند تخنیکي چارې په لنډ وخت کې ترسره شي او برېښنايي مشترکین به وکولای شي د خپل برېښنايي مصرف او میټرونو د تخنیکي وضعیت په اړه لا ډېر ډاډ ترلاسه کړي.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-08 22:32:04

مهالوېش

  1. Bakhtar

    بغلان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا میټرونو د ازمایښت دستګاه فعاله شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-08 10:49:39

بغلان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا میټرونو د ازمایښت دستګاه فعاله شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button