د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو ۳۰۰ ورځې تېرېږي. په دغو ۳۰۰ ورځو کې افغانستان خپل تر ټولو لوی صادراتي بازار او د سمندر له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ تر ټولو اسانه مسیر له لاسه ورکړی دی. پاکستان هم نه یوازې د افغانستان له وارداتي بازار څخه بېبرخې شوی، بلکې د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته د خپلو توکو ترانزیټ یې هم درول شوی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دروازو تړل کېدو د توکو د لېږد وخت او لګښت زیات کړی او سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي.
Quick facts
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-08 22:32:05
Timeline
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د زمری ۱۷ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون