DevelopmentEnglishافغانستانغزني

د غزني په ګیلان کې د یوه جوړېدونکي چک‌‌دېم د چارو د کیفیت… — Pajhwok

DevelopingDevelopmentغزني1 SourcesUpdated: 2026-08-09 06:54:12🎙 Listen to radio

غزني‌ښار (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د غزني د ګیلان ولسوالۍ د «وچې کلا» سیمې یو شمېر اوسېدونکي د شاوخوا ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د جوړېدونکي یوه چک‌ډېم د کیفیت او تخنیکي پیاوړتیا په اړه اندېښنه څرګندوی؛ خو مسوولین ډاډ ورکوي چې پروژه به له ټاکل شوو معیارونو سره سم پلې شي. د یادې سیمې قومي مشران وايي چې د جاغوري، رسنې او ګوهار غرونو له لوري راتلونکې سېلابي اوبه د دغه چک‌ډېم پر لور بهېږي، له همدې امله غوښتنه کوي چې دغه چک‌‌‌ډېم دې پیاوړی او معیاري جوړ شي.. د سیمې قومي مشر حاجي غلام پژواک ته وویل، د چک‌ډېم د اوبو په مسیر کې ګڼې کورنۍ ژوند کوي او که په جوړولو کې یې بې‌پروايي وشي، خلکو ته به د زیان رسېدو جدي احتمالي ګواښ موجود وي. هغه زیاته کړه: «موږ د دې پروژې له جوړېدو سره مخالفت نه لرو، خو غوښتنه مو دا ده څو په داسې معیار جوړ شي چې د سختو سېلابونو پر وړاندې مقاومت وکړای شي او د خلکو ژوند او مال له خطر سره مخ نه کړي.» د سیمې بل قومي مشر محمدانور وايي، د جوړېدونکي چک‌ډېم دیوالونه شاوخوا یونیم متر د ځمکې لاندې جوړ شوي دي. هغه وویل: «خلک د عادي ویالو لپاره هم د ځمکې لاندې دیوالونه یونیم متر جوړوي، خو دلته د لویو سېلابونو د مخنیوي لپاره چک‌ډېم جوړېږي؛ ځکه…

Quick facts

Locationغزني
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-09 06:54:12

Timeline

  1. Pajhwok

    د غزني په ګیلان کې د یوه جوړېدونکي چک‌‌دېم د چارو د کیفیت په اړه د خلکو اندېښنه

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-09 11:22:31

د غزني په ګیلان کې د یوه جوړېدونکي چک‌‌دېم د چارو د کیفیت په اړه د خلکو اندېښنه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button