هغه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې حکومت یې په تېرو پنځو کلونو کې، له ګڼو ستونزو او ننګونو سره، سره، په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه هم کړي دي. د نوموړي په وینا، حکومت یې هڅه کړې چې د ځوانانو لپاره د کار موندنې زمینه برابره کړي او دا بهیر لا هم دوام لري. مجاهد زیاته کړې چې د ځوانانو د کارموندنې لپاره ترسره شوې هڅې کافي نه دي او حکومت شپه او ورځ د هېواد د وګړو لپاره د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کولو په لټه کې دی. هغه په افغانستان کې لویو اقتصادي پروژو ته په اشاره ویلي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به هېواد د پراخ اقتصادي بدلون شاهد وي. د سرپرست حکومت ویاند همداراز ټینګار کړی چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ له هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره ډېرې هڅې شوې دي او دا بهیر به د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره دوام وکړي. د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې په هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د سراسري امنیت ټینګښت د حکومت له مهمو لاسته راوړنو څخه دی. هغه زیاته کړې چې د داسې نظام رامنځته کول، چې قوانین او پرېکړې یې، د نوموړي په وینا د اسلامي شریعت پر بنسټ ترسره کېږي، هم له هغو موخو څخه وه چې حکومت…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
مجاهد وایي، سرپرست حکومت د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې کړې دي
منابع
External sources
مجاهد وایي، سرپرست حکومت د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو هڅې کړې دي