افغانستانامنیتپښتو

د عدلیې وزارت وایي، په امارتي اعلان شویو ښارګوټو کې هر ډول د ملکیت معامله منع ده

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-09 07:55:15🎙 راډیو واورئ

د دې حکم له مخې، په دغو سیمو کې هر ډول نوې معامله، لکه کرایه، بیع، پېر او پلور منع ده او د معاملاتو دفترونه هم په داسې معاملو کې له منځګړیتوب څخه منع شوي دي. د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون تر اوسه په ټول هېواد کې لسګونه ښارګوټي امارتي تشخیص کړي او ځانګړو محکمو هم د ډېرو دغو ښارګوټو په اړه حکمونه صادر کړي دي. د نوموړي په وینا، هغه کسان چې تر دې وړاندې یې په دغو ښارګوټو کې کورونه یا سوداګریزې سیمې په کرایه نیولې دي، د محکمې له حکم وروسته باید کرایه حکومت ته ورکړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې یادې موضوع هغو کسانو ته ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي چې کلونه وړاندې یې دغه ځمکې له ځینو کسانو څخه پېرلې وې؛ ځکه د دغو ځمکو ډېری پلورونکي اوس په افغانستان کې نشته، څو له هغوی سره خپلې معاملې تصفیه کړي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-09 07:55:15

مهالوېش

  1. Parstoday

    د عدلیې وزارت وایي، په امارتي اعلان شویو ښارګوټو کې هر ډول د ملکیت معامله منع ده

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-08-09 07:49:39

د عدلیې وزارت وایي، په امارتي اعلان شویو ښارګوټو کې هر ډول د ملکیت معامله منع ده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button