کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د سوېللوېدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لابراتوار نن ملا عبدالغني برادر اخند هرات ولایت ته د سفر پر مهال پرانیستی دی. هغه ویلي افغانستان د اقتصادي ودې برخه کې لومړني ګامونه اوچت کړي او اړتیا ده چې له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې او د محصولاتو د تورید برخه کې ټاکل شوي معیارونه په سمه توګه رعایت شي. هغه په دې برخه کې د معیاري لابراتوارونو فعالیت مهم یاد کړی چې له مخې یې د محصولاتو او تولیداتو کیفیت او اعتبار تضمینیږي. ده ویلي، له دې وروسته به افغانستان ته له ګاونډیو او نورو هېوادونو د واردېدونکو خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو کیفیت او اعتبار د همدغه لابراتوار پر بنسټ ارزول کېږي او په دې سره به د بې کیفیته، تقلبي او غیرمعیاري توکو د وارداتو مخنیوی وشي. برادر ویلي، دغه لابراتوار به د وارداتي توکو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تثبیت او د صادراتو د پراختیا په برخه کې هم فعالیت کوي او په دې سره به افغاني محصولات د کیفیت له اړخه له نورو هېوادونو سره سیالي ترسره او په نړۍوالو بازارونو کې به د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
هرات کې د زون په کچه معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
منابع
Afghan sources
هرات کې د زون په کچه معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو