Developmentافغانستانپښتوخوست
خوست کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه — Bakhtar
Summary: د خوست ښاروالۍ له لوري مرکز متون ښار په ختیځه برخه کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پراختیايي پروژه بشپړه شوه. د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، په دې پروژه کې ۱۳۰۰ متره سړک، ۲ زره ۵۹۰ متره کانکرېټي لښتی او دوه پلچکونه جوړ شوي دي.د خوست ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدماتو امر انجنیر رحمت الله ځواک باختر اژانس ته ویلي، چې تېر کال په یاد ښار کې د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ پراختیايي پروژې پلان شوې وې چې ډېری یې بشپړې شوې دي.نوموړی زیاتوي، سږ کال هم په خوست ښار کې نږدې ۳۰ پراختیايي پروژې تر کار لاندې دي چې ۲۹۲ میلیونه افغانۍ ورته ځانګړې شوې دي.د سیمې اوسېدونکي د پروژې له بشپړېدو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې د سړکونو او لښتيو په جوړېدو سره به د دوی ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.
لنډ معلومات
ځایخوست
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-09 10:32:11
مهالوېش
-
Bakhtar
خوست کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه