DevelopmentEnglishافغانستانخوست

خوست کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه — Bakhtar

DevelopingDevelopmentخوست1 SourcesUpdated: 2026-08-09 10:32:11🎙 Listen to radio

Summary: د خوست ښاروالۍ له لوري مرکز متون ښار په ختیځه برخه کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پراختیايي پروژه بشپړه شوه. د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، په دې پروژه کې ۱۳۰۰ متره سړک، ۲ زره ۵۹۰ متره کانکرېټي لښتی او دوه پلچکونه جوړ شوي دي.د خوست ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي خدماتو امر انجنیر رحمت‌ الله ځواک باختر اژانس ته ویلي، چې تېر کال په یاد ښار کې د ۲۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ پراختیايي پروژې پلان شوې وې چې ډېری یې بشپړې شوې دي.نوموړی زیاتوي، سږ کال هم په خوست ښار کې نږدې ۳۰ پراختیايي پروژې تر کار لاندې دي چې ۲۹۲ میلیونه افغانۍ ورته ځانګړې شوې دي.د سیمې اوسېدونکي د پروژې له بشپړېدو خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې د سړکونو او لښتيو په جوړېدو سره به د دوی ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.

Quick facts

Locationخوست
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-09 10:32:11

Timeline

  1. Bakhtar

    خوست کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-09 10:00:00

خوست کې د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه پروژه بشپړه شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button