افغانستانامنیتپښتوغور

ځواکمن لاسونه؛ غور کې هغه ښځه چې د خیاطۍ او خامک‌دوزۍ له لارې… — Pajhwok

روان خبرSecurityغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-09 10:58:55🎙 راډیو واورئ

فیروزکوه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۵): مهتاب چې اته کاله مخکې یې خپل مېړه د ماین په یوه چاودنه کې له لاسه ورکړی او اوس د خیاطۍ او خامک‌دوزۍ له لارې د خپلو څلورو ماشومانو پالنه کوي، وايي چې د ثابت بازار نشتوالي او د لومړنیو توکو د بیو لوړوالي د دوی د کار پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي. خیاطي او خامک‌دوزي په افغانستان، په ځانګړې توګه غور ولایت کې له دودیزو هنرونو او کسبونو بلل کېږي چې ښځې، په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو او کم‌ عایدلرونکو کورنیو کې ترې د عاید ترلاسه کولو او د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره کار اخلي. مهتاب؛ مور او د کورنۍ نفقه برابروونکې د فیروزکوه ښار په یوه خامه کوڅه کې له یوه کوره د خیاطۍ د ماشین منظم غږ اورېدل کېږي؛ دا هغه ځای دی چې ۳۶ کلنه مهتاب پکې له کلونو راهیسې د تار، ستنې او ټوکر په وسیله په خپلو لاسونو د کورنۍ لګښتونه برابروي. هغه د کور د نورو کارونه ترڅنګ جامې ګنډي او خامک‌دوزي کوي او له دې لارې د کورنۍ لګښتونه برابروي. مهتاب اته کاله مخکې د غور په پسابند ولسوالۍ کې خپل خاوند له لاسه ورکړ او وروسته یې د خپلو څلورو ماشومانو سرپرستي په یوازې ځان پر غاړه واخیسته. هغې د دې پېښې له لومړیو کلونو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ…

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-09 10:58:55

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ځواکمن لاسونه؛ غور کې هغه ښځه چې د خیاطۍ او خامک‌دوزۍ له لارې د کورنۍ نفقه برابروي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-09 15:27:55

ځواکمن لاسونه؛ غور کې هغه ښځه چې د خیاطۍ او خامک‌دوزۍ له لارې د کورنۍ نفقه برابروي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button