Summary: حکومت د مطبوعاتو په هینداره کې د برنامې په ترڅ کې نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کار او ټولنیزو چارو او اقتصاد وزارتونو او د احصایې او معلوماتي ملي ادارې، د پاسپورټ عمومي ریاست، کابل ښاروالۍ او د افغان پست امارتي شرکت د تېر ۱۴۴۷ هـ ق کال مهمي لاسته راوړنې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري له رسنیو سره شریکې شوې. د ښاغلي مجاهد په خبره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري تېر کال د هېواد لرې پرتو او محرومو سيمو ته د مخابراتي خدمتونو رسولو په موخه ۳۵۰ مخابراتي انتنونه فعال شوي او ۱۵۰ نور د فعالېدو په حال کې دي.سربېره پر دې په یاده موده کې د دغه وزارت له لوري د مخابراتي زېربناوو د جوړولو او پراختیا په موخه په بېلابېلو سیمو کې ۸۵۱ کیلو متره نوري فایبر شبکه غځول شوې ده. همدارنګه تېر کال د هېواد د مخابراتي بازارونو له لارې ۱۸۴ زره کسانو ته مستقیم او غیر مستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي. په همدې حال کې د ۱۴۴۷ کال په ترڅ کې د اقتصاد وزارت له لوري د غیرامارتي موسسو د فعالیتونو د تنظیم په موخه ۸۴ کورنیو او ۲ بهرنیو موسسو ته د فعالیت جوازونه صادر شوي دي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري بیا په یاده موده کې کورنیو او بهرنیو وګړو ته ۶۲ زره ۷۳۹ د کار جوازونه وېشل شوي او سربېره پر دې د کار بازار د اړتیاوو پر بنسټ د دغه وزارت او همکارو موسسو له لوري ۴۵ زره ۳۵۵ تنو ته تخنیکي او مسلکي زده کړې ورکول شوې دي.ورته مهال تېر کال د پاسپورټ لوی ریاست له لوري ټولټال ۶۵۰ زره ۸۶۰ عادي، ۳ زره ۳۴۵ سوداګریز او ۵۱۲ تحصیلي پاسپورټونه غوښتونکو ته وېشل شوي دي.په یاده موده کې همدارنګه د ۱۶ زره ۷۱۷ بهرنیانو وېزې هم تمدید شوې دي.په ۱۴۴۷ کال کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له لوري شاوخوا ۲ میلیونه برېښنايي او نږدې یو میلیون کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې دي او همدارنګه د کاغذي پېژندپاڼو د اصلاح په برخه کې ۱۳۹ زره کسانو ته حضوري او نږدې ۲۱۴ زره کسانو ته انلاین خدمتونه وړاندې شوي دي. په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ له لوري تېر کال ۱۳ زره ۹۷۰ زره بېلابېلو اصنافو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي، ۵۳۱ زره ۵۸۰ نیالګي او زینتي ګلان کېنول شوي او ۲۶۶ زره ۱۱۱ ټنه کثافات راټول او د ګزک سیمې ته انتقال شوي دي. کابل ښاروالۍ له لوري په یاده موده کې همدارنګه ۲۷ زره ۳۰۵ متره کانالونه او ۴۲۵ زره ۶۸۰ متره د سړک غاړې ویالې پاکې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې تېر کال د افغان پوست امارتي شرکت د هېواد دننه ۵ میلیونه ۲۸ زره څخه د ډېرو مراسلاتو او بهرنیو هېوادونو ته د ۵زره ۸۵۳ بستو د لېږد زمینه برابره شوې ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
حکومت د مطبوعاتو په هينداره کې؛ د ۷ امارتي ادارو یو کلنې لاسته راوړنې رسنیزې شوې
سرچینې
Afghan sources
حکومت د مطبوعاتو په هينداره کې؛ د ۷ امارتي ادارو یو کلنې لاسته راوړنې رسنیزې شوې