KabulPoliticsافغانستاندری

سوریه کې د روسیې پوځي اډې د دغو هېوادونو پر ګډو روزنیزو مرکزونو… — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-10 05:32:07🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد او روسیه په سوریه کې د مسکو د حضور د بیا تنظیم په اړه هوکړې ته رسېدلي چې له مخې به یې ملکي تاسیسات د سوریې د حکومت تر مدیریت لاندې وي او د روسیې پوځي اډې به پر ګډو روزنیزو مرکزونو بدلې شي. د سوریې رسمي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی چې دغه هوکړه د سوریې د بهرنیو چارو وزارت او روسي لوري ترمنځ له شاوخوا یونیم کال خبرو اترو وروسته شوې او په حمیمیم او طرطوس کې د روسیې د تاسیساتو راتلونکی وضعیت مشخصوي. د هوکړې له مخې، سوریه به د هغو ټاکل شوو تاسیساتو مدیریت پر غاړه واخلي چې ملکي استفادې ته ځانګړي شوي، چې د حمیمیم هوايي ډګر او د طرطوس بندر څلورم سوداګریز سکله هم پکې شامل دي. دغه تاسیسات به په تدریجي ډول د سوریې ملکي مدیریت ته وسپارل شي. د راپور له مخې، په هوکړه کې دا پرېکړه هم شوې چې د پوځي استفادې وړ تاسیساتو دندې به له سره تعریف شي او د روسیې پوځي اډې به د نوو ترتیباتو له مخې پر ګډو روزنیزو او د وړتیاوو لوړولو پر مرکزونو بدلې شي. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د انتقال د بهیر بشپړېدو لپاره تر درېیو میاشتو پورې موده ټاکل شوې او له هغې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-10 05:32:07

خط زمانی

  1. Pajhwok

    سوریه کې د روسیې پوځي اډې د دغو هېوادونو پر ګډو روزنیزو مرکزونو بدلېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-10 09:59:19

سوریه کې د روسیې پوځي اډې د دغو هېوادونو پر ګډو روزنیزو مرکزونو بدلېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button