کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د ملي دفاع وزارت وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د عملیاتو پر مهال ۱۱۹ میله بېلابېل ډول وسلې، مهمات، وسایط، طبي او نور قاچاقي توکي نیولي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه توکي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کشفي، استخباراتي او سرحدي عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، په نیول شوو توکو کې ۶۶ کلاشینکوفونه، ۲۰ «M16» او ۱۷«M4» ټوپکونه، ۳۳ تومانچې، اته زره فیره سپکې او درنې مرمۍ، ۴۵ بېلابېل ډول وسایط، ۲۶۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي، ۴۸۶ کارتنه درمل، ۲۳۷۳ پسونه او ۳۴ بنډله «ثانیهسوز» شامل دي. سرچینه زیاتوي چې د دغو توکو په تړاو ۳۹ کسان هم نیول شوي دي. د ملي دفاع وزارت ویلي چې د قاچاق پر وړاندې به خپل عملیات لا هم پیاوړي او دوامدار وساتي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
په درېیو میاشتو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د وسلو او بېلابېلو قاچاقي توکو نیول کېدل
سرچینې
Afghan sources
په درېیو میاشتو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د وسلو او بېلابېلو قاچاقي توکو نیول کېدل