Kabulافغانستانامنیتپښتو

کابل کې څلور وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-10 10:28:26🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): د کابل امنیه قومانداني وایي چې نن سهار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې څلور وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، یاد وسله‌وال غله د یادې حوزې مربوطاتو کې یوه کور ته دننه شوي وو چې په اړه یې امنیتي ځواکونو ته راپور ورکړل شو. سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه په چټکۍ سیمې ته رسېدلي او له وسله‌والو غلو سره یې نښته کړې ده. هغه زیاتوي چې په دې نښته کې څلور واړه غله وژل شوي او له هغوی دوه میله تومانچې هم ترلاسه شوې دي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-10 10:28:26

مهالوېش

  1. Pajhwok

    کابل کې څلور وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-10 14:57:58

کابل کې څلور وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button