Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۳۱۷کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د زمري په ۱۶مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۲۵۱ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۲۰ کورنۍ، د نیمرزو ولایت د ورېښمو له لارې ۳۹ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۵ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۳۱۹ کورنیو، سپین بولدک کې له ۲۰کورنۍو، هرات کې له ۷ کورنیو او کابل کې له ۳۵ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۱۵۷۰ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۴۷۱ مساپر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د یادونې وړ ده، چې راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۲۸۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۳۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
Sources
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو څه د پاسه ۳۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي