EnglishHealthافغانستانزابل

زابل کې پنځه ټنه تاریخ‌تېر توکي او درمل وسوځول شول — Bakhtar

DevelopingHealthزابل1 SourcesUpdated: 2026-08-10 10:37:08🎙 Listen to radio

Summary: په زابل کې د امربالمعروف ریاست له لوري پنځه ټنه تاریخ‌تېر خوراکي توکي او درمل راټول او د بېلابېلو ادارو د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه یووړل شول. د یاد ریاست اړوندې کمېټې مسوول مولوي فیض‌الله ریاض وايي، چې یاد توکي د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د کلات ښار له بېلابېلو هټیو او درملتونونو څخه راټول شوي وو.د هغه په وینا، له هغو کسانو سره به د اصولو له مخې قانوني چلند کېږي، چې تاریخ‌تېر خوراکي توکي او درمل پلوري او د خلکو روغتیا ته زیان رسوي.مسوولین وايي، چې د تاریخ‌تېرو خوراکي توکو او درملو راټولول او له منځه وړل د دې لپاره ترسره کېږي، چې د خلکو روغتیا خوندي او بازارونو ته د بې کیفیته او تاریخ‌تېرو توکو د راوړلو او خرڅولو مخه ونیول شي.

Quick facts

Locationزابل
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-10 10:37:08

Timeline

  1. Bakhtar

    زابل کې پنځه ټنه تاریخ‌تېر توکي او درمل وسوځول شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-10 10:16:38

زابل کې پنځه ټنه تاریخ‌تېر توکي او درمل وسوځول شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button