Englishافغانستانامنیت

ایرلنډ افغانستان ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه — AF International

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-08-10 15:50:00🎙 Listen to radio

د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د لوبې په لومړۍ برخه کې افغان لوبغاړي د ایرلنډ پر وړاندې برلاسي ښکاریدل او د ایرلنډ ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۴۶،۳ اورونو کې و سوځول. افغان ښځینه لوبغاړو د فوټبال، کرېکټ، بایسکل ځغلونې، تکواندو، اتلتیک او نورو نړۍوالو سیالیو کې رسمي حضور لاره او په نړۍواله کچه کې یې د افغانستان استازیتوب کاوه؛ خو د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر ورزشي فعالیتونو بندیز ولګېده او د ښځینه ملي لوبډلو کورني فعالیتونه په ټپه ودرېدل. په همدې موده کې ګڼ شمېر ښځینه لوبغاړې او روزونکې جلاوطنه شوې. اوس‌مهال د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډله په جلاوطنۍ کې د نړۍوالو سیالیو لپاره د رسميت پېژندنې او دوامداره حضور په لټه کې ده. د افغانستان د ښځینه‌و کرېکټ لوبډله هم چې ډېری غړې یې له هېواده وتلې دي؛ په بهر کې خپلو تمرینونو او فعالیتونو ته دوام ورکوي. خو د جمهوریت پرمهال افغان ښځینه لوبغاړو په بېلابېلو برخو کې لاسته راوړنې لرلې او بېلابېل مډالونه یې ګټلي وو. د تکواندو لوبغاړې رویا زماني د ۲۰۰۲کال په بوسان اسیايي لوبو کې د برونزو مډال وګاټه او د اسیايي لوبو په تاریخ کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه مډال…

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-10 15:50:00

Timeline

  1. AF International

    ایرلنډ افغانستان ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-10 14:16:28

ایرلنډ افغانستان ته د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button