Summary: د بدخشان ولایت په تیشکان، ارغنجخواه، بهارک او فیضاباد ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو څلور کانالونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د شلټر فارلایف دفتر له لوري د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د څه باندې ١٢٠ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې دي. د دغه ریاست د نشراتو مسوول او د پلان عمومي مدیر کیکاووس تکساري ویلي چې پر یادو پروژو ټولټال ۱۲۰ میلیونه ۶۹۵ زره او ۶۳۱ افغانۍ لګښت راغلی، چې د تخنیکي ټیمونو او انجنیرانو له لوري له بشپړې ارزونې او څارنې وروسته رسما د سیمې خلکو، قومي مخورو او بزګرانو ته وسپارل شوې. نوموړي زیاته کړه، د دغو کانالونو د جوړولو موخه د اوبو سرچینو د مدیریت ښه والی، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو ملاتړ دی. د مسوولینو په وینا، د یادو کانالونو په فعالېدو سره به بزګرانو ته د اوبو لګولو اسانتیاوې برابرې، له اوبو څخه به اغېزمنه ګټه واخیستل شي او په اړوندو سیمو کې به کرنیز فعالیتونه پراخ شي، چې ورسره به د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې هم مرسته وشي. دغو بزګرانو له اړوندو مسوولینو غوښتي، چې د دښتو د اوبه کولو او د کرنیزو اوبو د برابرولو په برخه کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
بدخشان کې د څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو څلور کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
منابع
Afghan sources
بدخشان کې د څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو څلور کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول