Newsافغانستانپښتوفراه

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه — Bakhtar

روان خبرNewsفراه1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-10 22:42:02🎙 راډیو واورئ

Summary: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه. د ناستې په پيل کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده. وروسته د ۲۴ بېلابېلو عنوانونو درلودونکي ۳۸ ټوکه صادر او وارد شوي کتابونه ارزول شوي او ۱۹ ټوکه راجع شوي کتابونه د کمېسیون غړيو ته سپارل شوي؛ څو په راتلونکې ناسته کې یې راپور وړاندې کړي. په ناسته کې همدا رنګه د یو شمېر خپرندویانو ترمنځ د حقوقي ستونزو په اړه بحث شوی او په اړه يې لازمې پرېکړې شوې دي. د یو شمېر طبي کتابونو په اړه بحث شوی او پرېکړه شوې چې دغه کتابونه د نظر ورکولو په موخه د لوړو زده‌کړو وزارت ته واستول شي. د ناستې په پای کې، د ولایتي کمېټو اړوند موضوعات څېړل شوي او په اړه يې لازمې پرېکړې شوې دي.

لنډ معلومات

ځایفراه
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-08-10 22:42:02

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-10 13:30:48

د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button