د ایران کورنیو چارو وزارت ویاند علي زینيوند ویلي؛ له ایران څخه د بېاسناده افغانانو د ایستلو او بېرته ستنولو بهیر پر وروستیو بدلونونو او کړکېچونو سربېره نهدی درول شوی او روان دی. هغه ټینګار کړی؛ دغه بهیر د افغانستان ټول وګړي نه رانغاړي، بلکې موخه یې په ایران کې د بهرنیو وګړو د اوسېدنې تنظیم او د هغوی د استوګنې د وضعیت کره معلومول دي. زینيوند ویلي، چې یو شمېر بېاسناده بهرني وګړي د قضايي حکمونو له مخې له ایران څخه ایستل شوي او د نورو بېسنده وګړو د وضعیت د تنظیم بهیر هم په جدي توګه روان دی. د نوموړي د څرګندونو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه له ۲۰۰زره ډېر بېاسناده افغانان پخپله خوښه له ایران څخه وتلي دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د دې بهیر اصلي موخه د بهرنیو وګړو د معلوماتو کره پېژندنه او ثبتول دي، چې څرګنده وي؛ هر وګړی له کومې لارې ایران ته داخل شوی، چېرته اوسېږي او له کومو خدمتونو ګټه اخلي. په تېرو درې میاشتو کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه ډېر قاچاقي توکي ونیول شول افغانستان او پاکستان د ایران پر وړاندې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره همکاري کړې- پزشکیان ملا برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل؛ دواړه هېوادونه د ګاز بیې په اړه هوکړې ته ورسېږي او د بیې ټاکلو فورمول…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
منابع
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News