EnglishKabulافغانستانامنیت

د کابل تر نیولو پنځه کاله وروسته د طالبانو تر ټولو سترې ننګونې — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-11 03:54:38🎙 Listen to radio

په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو پنځه کاله تېرېږي. په یاده موده کې طالبان توانېدلي، چې د دولت پر ډېرو برخو خپل سیاسي او امنیتي کنټرول وساتي؛ خو د یادې ډلې د واک د ثبات په اړه لاهم ګڼې پوښتنې او ننګونې پرځای دي. خو له دې واقعیت سره یوځای، نورې نښې هم د راڅرګندېدو په حال کې دي. طالبان نن په افغانستان کې له ژور سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بن‌بست او په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه له زیاتېدونکي سیاسي انزوا سره مخ دي. په هېواد کې د خلکو نارضایتي مخ پر زیاتېدو ده. مدني مقاومت دوام لري او د طالبانو د مخالفو پوځي جبهاتو فعالیتونه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیات شوي دي. دغه فعالیتونه په یوازې ځان د نظام د سمدستي بدلون معنا نه لري، خو ښيي چې هغه د وېرې او بشپړ سکوت فضا چې طالبانو د رامنځته کولو هڅه کړې وه، نور د پخوا په څېر دوام نه شي کولی. د خلکو د نارضایتۍ زیاتېدل، داخلي اختلافات، اقتصادي ستونزې او د طالبانو ناتواني چې یو ټولشموله سیاسي نظام رامنځته کړي، کولای شي د دغه نظام د زوال او کمزورتیا بهیر لا چټک او پراخ کړي. طالبان ښايي نن د هېواد پر پراخو سیمو کنټرول ولري، خو د خاورې کنټرول له سیاسي مشروعیت سره یو شان نه دی. له همدې امله،…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-11 03:54:38

Timeline

  1. AF International

    د کابل تر نیولو پنځه کاله وروسته د طالبانو تر ټولو سترې ننګونې

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-11 03:23:56

د کابل تر نیولو پنځه کاله وروسته د طالبانو تر ټولو سترې ننګونې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button