د ناروې کډوالو شورا د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځمې کلیزې په درشل کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان له ژور بشري، اقتصادي او اقلیمي ناورین سره مخ دی. دغه مرستندویه بنسټ ټینګار کړی، چې نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه لوېدیځو هېوادونو د افغانستان د خلکو په وړاندې بېغوري کړې ده. خو له دې واقعیت سره یوځای، نورې نښې هم د راڅرګندېدو په حال کې دي. طالبان نن په افغانستان کې له ژور سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بنبست او په سیمهییزه او نړیواله کچه له زیاتېدونکي سیاسي انزوا سره مخ دي. په هېواد کې د خلکو نارضایتي مخ پر زیاتېدو ده. مدني مقاومت دوام لري او د طالبانو د مخالفو پوځي جبهاتو فعالیتونه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیات شوي دي. دغه فعالیتونه په یوازې ځان د نظام د سمدستي بدلون معنا نه لري، خو ښيي چې هغه د وېرې او بشپړ سکوت فضا چې طالبانو د رامنځته کولو هڅه کړې وه، نور د پخوا په څېر دوام نه شي کولی. د خلکو د نارضایتۍ زیاتېدل، داخلي اختلافات، اقتصادي ستونزې او د طالبانو ناتواني چې یو ټولشموله سیاسي نظام رامنځته کړي، کولای شي د دغه نظام د زوال او کمزورتیا بهیر لا چټک او پراخ کړي. طالبان ښايي نن د هېواد پر پراخو سیمو کنټرول ولري، خو د خاورې کنټرول له سیاسي مشروعیت سره یو شان نه دی. له…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د ناروې د کډوالو شورا: نړۍ افغانانو ته شا کړې ده