د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوال سازمان په مالي مرسته به شاوخوا ۳۰۰ هغو راستنو شویو کورنیو ته استوګنځي جوړ کړي چې د سرپناه جوړولو مالي توان نه لري. د ننګرهار د کډوالو چارو رئیس، مولوي غلامرحمن بلال، وایي، له شاوخوا ۵۰۰ نورو راستنو شویو کورنیو سره هم د خپلو شخصي کورونو د رغولو په برخه کې مالي مرسته کېږي. د نوموړي په وینا، هغه کډوال چې په تېرو دوو کلونو کې هېواد ته راستانه شوي، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو له لوري ورسره بېلابېلې مرستې شوې دي. راستانه شوي کډوال د حکومت او نړیوالو ادارو له مرستو خوښي څرګندوي، خو له اړوندو ادارو غواړي چې له دوی سره د مرستو ترڅنګ د کار او دایمي بوختیا زمینه هم برابره کړي. بلخوا، د ننګرهار په روداتو، خوګیاڼیو او بهسودو ولسوالیو کې د راستنو شویو کورنیو لپاره په جوړو شویو ښارګوټو کې د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ روانه ده. چارواکي وایي، هره ورځ نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د ځمکو نمبرې وېشل کېږي.
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
ننګرهار کې شاوخوا ۸۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې په برخه کې مرسته کیږي + غږیز را پور
Sources
External sources
ننګرهار کې شاوخوا ۸۰۰ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې په برخه کې مرسته کیږي + غږیز را پور