افغانستانامنیتدریهرات

ملا برادر او بردي محمدوف د ټاپي پروژې پر پرمختګ خبرې وکړې

در حال تکمیلSecurityهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-11 10:25:26🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان له ملي مشر قربان‌قلي بردي محمدوف سره په هرات کې د ټاپي پروژې د پرمختګ او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو په ترکمنستان کې سفارت وايي، دواړو لورو د ټاپي پروژې د پاتې چارو د بشپړېدو، په هرات کې د ګازو د وېش شبکې جوړولو، د ګازو د بیې او د اوږدمهاله قرارداد په اړه بحث کړی دی. برادر له ترکمنستانه د اق‌کریم بندر د بیا پرانیستلو، په ترکمن‌باشي بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو، د لاجوردو لارې د بیا فعالولو او د هرات ـ تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ د پراختیا غوښتنه کړې ده. بردي محمدوف ویلي، ترکمنستان چمتو دی د ټاپي پروژې د عملي چارو، د ګازو د وېش شبکې جوړولو او د افغانستان د سوداګریزو او ترانزیټي توکو د اسانتیاوو په برخه کې همکاري وکړي. د دواړو لورو ترمنځ د ټاپي، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ پروژو د څار او عملي کولو لپاره د یوې ګډې تخنیکي کمېټې پر جوړولو هم هوکړه شوې ده.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-11 10:25:26

خط زمانی

  1. Parstoday

    ملا برادر او بردي محمدوف د ټاپي پروژې پر پرمختګ خبرې وکړې

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-11 10:16:53

ملا برادر او بردي محمدوف د ټاپي پروژې پر پرمختګ خبرې وکړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button