Summary: د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په څلورمه ناحیه کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د قیرکولو چارې پیل شوې دي. د مزارشریف ښاروالۍ مرستیال مولوي عنایت الله خالد باختر اژانس ته ویلي، چې د یادې ښاروالۍ له پراختیایي بودېجې څخه د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مزارشریف ښار د مخدوم قلی فراغي ګذر اړوند څلورمه ناحیه کې د یوه سړک د قیرکولو چارې پیل شوې دي.نوموړی وایي، چې دغه سړک ۴۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، چې چارې به یې څه باندې ٢ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد سړک د قیرکولو له چارو خوښي څرګندوي او وایي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ او ترانسپورت په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
لنډ معلومات
ځایبلخ
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-11 10:47:04
مهالوېش
-
Bakhtar
بلخ کې د یوه سړک د قیرکولو چارې پیل شوې