Kabulافغانستانامنیتپښتو

طالبان او نړۍ؛ له رسمیت پېژندنې پرته د اړیکو نوی پړاو – BBC… — Bbc

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-11 22:55:58🎙 راډیو واورئ

پنځه کاله وروسته له دې چې طالبان بېرته واک ته ورستانه شول، د افغانستان د طالبانو چارواکو له یو شمېر هېوادونو سره کاري او عملي اړیکې جوړې کړې دي، که څه هم د دوی حکومت په رسمي ډول په پراخه کچه نه دی پېژندل شوی. روسیه لا هم یوازېنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی او ډېرو لوېدیځو هېوادونو ویلي چې تر ورته اقدام مخکې غواړي په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې کورني اصلاحات وویني. خو پر دې سربېره، ډېر هېوادونه د عملي اړتیاوو له امله له افغان چارواکو سره اړیکې او تعامل لري، چې برېتانیا او د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه هم پکې شامل دي. د کابل په مرکزي برخه کې د بهرنیو چارو وزارت د لوړو دېوالونو هاخوا سفارتونه، د سفر ادارې په څنګ په څنګ کتار کې دي او د یوې هوايي کمپنۍ پر لوحه لیکل شوي: "موږ ټول سره نښتي یو." که څه هم ډېر لږ افغانان بهر ته د سفر وس لري، خو د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په وینا، د دوی حکومت "له ټولو هېوادونو سره د اړیکو غوښتونکی دی". د چارواکو په ډیپلوماتیکه تګلاره کې په کابل کې د بهرنیو استازو کوربه‌توب او بیا د هغوی د لیدنو عکسونه په پراخه کچه خپرول شامل دي. په دغو استازو کې د چین، جاپان،…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-11 22:55:58

مهالوېش

  1. Bbc

    طالبان او نړۍ؛ له رسمیت پېژندنې پرته د اړیکو نوی پړاو – BBC News پښتو

سرچینې

External sources

BbcPS
2026-08-11 22:52:15

طالبان او نړۍ؛ له رسمیت پېژندنې پرته د اړیکو نوی پړاو – BBC News پښتو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button