د افغانستان نومیالی لیکوال، ډیپلومات او پخوانی وزیر عبدالغفار فراهي د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی. ارواښاد فراهي د مشهور کتاب «افغانستان د دیموکراسۍ په لسیزه کې» لیکوال او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې یې دنده ترسره کړې وې. ګارډین د «موږ لا هم دلته یو» تر سرلیک لاندې په دې راپور کې ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي دي. د دې ورځپاڼې په وینا، ګڼې ښځې او نجونې له زدهکړو او کار څخه بېبرخې شوې دي. راپور کې د ټولنیزو محدودیتونو د زیاتېدو، د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د ځواکونو د څارنو او په انټرنېټي نړۍ کې د لا زیاتو محدودیتونو یادونه هم شوې ده. ګارډین وايي، په دې راپور کې د ۱۲ ښځو او نجونو شخصي کیسې راټولې شوې دي. د دغو ښځو او نجونو په وینا، دوی له امنیتي ګواښونو سره سره خپلې کیسې له نړۍ سره شریکې کړې دي. ښځینه سرتېرې چې پوځي جامې یې بیا پر تن نه کړې په دې ښځو کې یوه پرستو نومېږي چې د هرات اوسېدونکې ده. نوموړې وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې یې شپږ کاله په جمهوري نظام د یوېسرتېرې په توګه دنده ترسره کړې وه. پرستو وايي، کله چې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
افغان لیکوال او پخوانی ډیپلومات عبدالغفار فراهي د ورپېښې ناروغۍ له امله په امریکا کې ومړ
منابع
Afghan sources
افغان لیکوال او پخوانی ډیپلومات عبدالغفار فراهي د ورپېښې ناروغۍ له امله په امریکا کې ومړ