کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملګرو ملتونو، نړۍوالو موسسو، تمویلوونکو او پراختیايي شریکانو له استازو سره د افغانستان د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکولو لومړنۍ غونډه جوړه شوه. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې له تمویلوونکو سره د افغانستان اسلامي امارت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول. سرچینه زیاتوي، دغه لومړیتوبونه د زېربناوو او تجهیزاتو، ښوونیزو برنامو، پراختیا او ظرفیت لوړونې برخو اړوند دي چې د افغانانو د واقعي اړتیاوو پر بنسټ مشخص شوي، څو راتلونکې مرستې او پراختیايي همکارۍ تر ممکنه حده د همدغو لومړیتوبونو په چوکاټ کې تنظیم او همغږې شي. خبرپاڼه کې راغلي، له تمویلوونکو سره د اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول به لومړیتوبونه له منابعو، مرستې به له اړتیاوو او پراختیا به له واقعي پایلو سره منظم او همغږي کړي. اقتصادي معاونیت لیکلي، د تمویلوونکو بنسټونو استازو د اسلامي امارت د سکټوري ادارو د لومړیتوبونو شریکول خورا مهم وبلل او ویې ویل چې په دې سره به دوی وکولای شي خپل راتلونکي فعالیتونه په ښه ډول منظم او تطبیق کړي. د یادونې ده، په راتلونکي کې به د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د عامه اړیکو ریاست له لوري د اسلامي امارت د ۱۳ سکټوري ادارو لومړیتوبونه هم په تدریجي ډول له تمویلوونکو سره شریک شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
له تمویلوونکو سره د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول
سرچینې
Afghan sources
له تمویلوونکو سره د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول