EnglishKabulافغانستانامنیت

کندهار کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-12 10:13:38🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۱۴۰۵): امنیتي مسوولین وايي چې د کندهار ښار اوومې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوې ښځې د بل سړي په همکارۍ خپل خاوند په تبر وهلی او وژلی دی. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید نن پژواک ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د کندهار ښار د اوومې حوزې اړوند په کوبي سیمه کې شوې ده. هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو یاده ښځه نیولې او د قضیې په اړه څېړنې روانې دي. جمشید وايي چې په دې پېښه کې د بل ښکېل سړي د پېژندلو او نیولو هڅې روانې دي. د امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې د لامل او د وژل شوي کس د هویت په اړه نور جزئیات ور نه‌ کړل خو ویې ویل چې اصلي انګېزه به یې د امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته روښانه شي. د یادونې ده، په کندهار کې له دې مخکې هم ورته پېښې ثبت شوې دي. وروستۍ پېښه د روان ۲۰۲۶ کال په جولای کې د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند د نازک له کوټۍ سره شوې وه چې یوې ښځې خپل خاوند په چاړه وهلی او وژلی و.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-12 10:13:38

Timeline

  1. Pajhwok

    کندهار کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-12 14:42:28

کندهار کې یوې ښځې خپل خاوند وژلی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button