Summary: د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د سه شنبې په ورځ د افغان مهاجرینو ۳۶۷ کورنۍ له پاکستان او ایران څخه هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د چنګاښ په ۲۰مه نېټه د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۲۳۳ کورنۍ، د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې ۴۳ کورنۍ، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۶۹ کورنۍ او د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۲ کورنۍ افغان مهاجرین خپل هېواد ته راستانه شوي دي.د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې؛ وړمه ورځ همدارنګه په تورخم کې له ۱۶۹کورنیو، سپین بولدک کې له ۴۳ کورنۍو، نیمروز کې له ۶ کورنیو، هرات کې له ۲۲ کورنیو او کابل کې له ۲۷ کورنیو سره مرسته هم شوې ده.د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون په خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده شوې، چې په یاده نېټه ټولټال ۲۹۴۰ مهاجرين او د نیمروز له لارې ۶۶۴ مسافر خپل هېواد ته راستانه شوي دي.راستنو شویو کورنیو ته د دغه کمېسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي هیئت له لوري د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی او ټول ټال ورته ۳۰۴ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۴۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي
سرچینې
Afghan sources
پرون د افغان مهاجرینو نږدې ۴۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي