EnglishNewsافغانستان

د افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو پر زیاتوالي خبرې وشوې — Bakhtar

DevelopingNews1 SourcesUpdated: 2026-08-12 10:52:10🎙 Listen to radio

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین مولوي قدرت‌الله جمال د کارموندنې په برخه کې د خصوصي شرکتونو استازو سره په کتنه کې د کاري فرصتونو پر زیاتوالي او نورو هېوادونو ته د افغان کارګرو د قانوني لېږد په اړه خبرې وشوې. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې لیدنه کې نوموړی ویلي چې د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې د اړوندو شرکتونو هڅې مهمې دي.نوموړي زیاته کړې، چې د بې‌کارۍ کچې د راکمولو لپاره باید د هېوادوالو لپاره په کور دننه او بهر کې د کار زمینه برابره شي.په دغه ناسته کې د کارموندنې شرکتونو استازو ډاډ ورکړی، چې د کاري فرصتونو په برابرولو او بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو د قانوني لېږد په برخه کې به خپلې هڅې لا چټکې کړي.د دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو په موخه د دولتي ادارو او د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ لا ډېره همغږي کولی شي په هېواد کې د بې کارۍ کچه راټیټه کړي.

Quick facts

TopicNews
Sources1
Updated2026-08-12 10:52:10

Timeline

  1. Bakhtar

    د افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو پر زیاتوالي خبرې وشوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-12 09:32:56

د افغان کارګرو لپاره د کاري فرصتونو پر زیاتوالي خبرې وشوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button