Politicsافغانستانپښتوغور

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د اغاخان د فرهنګي خدمتونو موسسې له… — Bakhtar

روان خبرPoliticsغور1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-12 10:52:12🎙 راډیو واورئ

Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معین شیخ عبدالرحمن طیبي نن په خپل کاري دفتر کې د اغاخان د فرهنګي خدمتونو موسسې له رئيس انجنیر اجمل میوندي سره وکتل. د باختر اژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې دواړو لورو د غور د جام منار د مرمت او استحکام سربېره د بېلا بېلو موضوعاتو او ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.ښاغلي طیبي په یاده کتنه کې ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د تاریخي ابداتو ساتنې او مرمت ته ژمن دی او په دې برخه کې امکاناتو ته په کتو په خپل ټول توان هڅو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه، چې د غور ولايت د جام منار د هېواد له سترو فرهنګي او تاریخي ارزښتونو څخه دی او د استحکام او ښې ساتنې په موخه یې هڅې روانې او په دې برخه کې یې همکارو بنسټونو او موسسو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. ورته مهال د اغا خان د فرهنګي خدمتونو موسسې رئيس وویل چې د غور ولايت د جام منار د استحکام په موخه یې یونسکو سازمان ته هم رسمي مکتوب استولی او هڅه کوي، چې د یاد منار د استحکام چارې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره په همغږۍ ژر تر ژره پیل شي.په کتنه کې همدارنګه په دې تړاو د دواړو لورو ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیکولو په اړه هم خبرې وشوې.د یادونې وړ ده، چې د کتنې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د اغاخان فرهنګي خدمتونو له رئيس څخه د هېواد د نورو تاریخي ابدو په ځانګړي ډول د ملالې میوندۍ د مقبرې د بیارغونې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

لنډ معلومات

ځایغور
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-12 10:52:12

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د اغاخان د فرهنګي خدمتونو موسسې له استازو سره د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-12 09:08:11

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د اغاخان د فرهنګي خدمتونو موسسې له استازو سره د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button